د اروزګان ولایت ځايي مسوولینو د یاد ولایت د دهراود او چهارچینو ولسوالیو ترمنځ د غځېدلي ۲۲ کیلومتره سړک د رغولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د چهارچینو ولسوال محمد رفیق هنر ویلي چې د یادو ولسوالیو ترمنځ غځېدلی ۲۲ کیلومتره سړک د رغولو چارې د یاد ولایت مقام په مالي ملاتړ د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت رغولو کېږي چې چارې یې نن پیل او په یوه میاشت کې به بشپړې شي.