کابل ښاروالۍ د ښار ښکلا او کثافاتو پاکولو پاکولو په موخه ۴۵ ورځنی کمپاین د کابل ښار اتمې ناحیې له ګذرونو څخه پيل کړ. د ښاروالۍ مسوولینو ویلي، په دې پروګرام کې د کابل ښار ټولې ناحیې له کثافاتو څخه پاکيږي او همدارنګه له خلکو غواړي، چې کثافات ټاکل شویو ځایونو ته ولېږدوي او د یو ښکلي ښار او پاک چاپریال د درلودلو لپاره له ښاروالۍ سره همکار و اوسي. له بلې خوا د کابل ښاروالۍ کاریګر وايي، شپه او ورځ د ښار پاکولو او د خلکو د هوساینې لپاره کار کوي، دوی د ښار په پاکوالي کې د خلکو همکاري اړینه بولي. دا په داسې حال کې ده چې کابل ښاروالۍ له دې مخکې هم د کثافاتو راټولولو او پاکولو په موخه د ښار په بیلابېلو ناحیو کې د ښار د پاکوالي عمومي حشر پیل کړی و.