د ترکیې د صنعت او سوداګرۍ وزیر خبرداری ورکړی چې که افغان شپانه له دغه هېواده وایستل شي، په ترکیه کې به مالداري او کرنه له منځه ولاړه شي. عمر بولات له صباح ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې ترکیه د کارګرانو له سخت کمښت سره مخ ده. د هغه په وينا، اوسمهال په ترکيه کې ۲۵ زره افغان شپانه په کار بوخت دي او که چېرې له دندو ګوښه شي، په دغه هېواد کې به کرنه او مالداري هم له منځه لاړه شي. د دغه ترکي چارواکي دا څرګندونې د مخالفو ګوندونو او ځینو کسانو له خوا له نیوکو سره مخ شوي دي. اپوزیسیون ګوندونه، له دغه هېواد څخه د سوریې او افغان کډوالو له ایستلو ملاتړ کوي.