د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې پرون له ایران او پاکستانه ۱۸۰۸ تنه افغان کډوالو بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد وزارت په وینا؛ په راستنو شویو کسانو کې ۱۴۶۶ تنه یې له ایران او پاتې نور له پاکستانه هېواد ته راغلي دي. د یاد وزارت په وینا؛ یو شمېر راستنو شویو هېوادوالو سره نغدي مرستې شوې او یو شمېر نور یې د لا زیاتو مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوي دي.