د لوګر د پوهنې ریاست مسوولینو په یاد ولایت کې د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳ پروژو چارو د بشپړېدو خبرورکړی دی. د لوګر د پوهنې ریاست ویاند محمد شاه پورعرب ویلي چې یادې پروژې د یونیسف په مالي ملاتړ د نږدې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ولایت د څرخ ولسوالۍ اړوند د شیخ عمربابا، خواجه اسماعیل او شش کلا ښوونځيو کې په لمریزې برېښنا سمبال د ژورو څاګانو کیندل، د اوبو رسولو شبکې، د اوبو زېرمې جوړې شوې دي. د یادو پروژو په بشپړېدو سره ترسلو زیات ښوونکو او شاوخوا ۲ زره زده کوونکو ته د څښاک اوبه او روغتیا ساتنې اسانتیاوې برابرې شوې دي.