د هرات ښاروالۍ مسوولین وايي چې د یاد ولایت مرکز اړوند په لسمه ناحیه کې د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پُل د رغېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. سرچینې ویلي چې په لسمه ناحیه کې د ښاروالۍ له پراختیايي بودجې څخه د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۵ متره په اوږدوالي او ۱۲.۷ متره په سور سره د سه پلکه پله چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دی. نوموړي زیاته کړې، چې د یاد پُل په جوړېدو سره د انجيل، ګذرې او ادرسکن ولسواليو څه د پاسه ۴۰۰ کليو اوسېدونکو ته د تګ راتګ آسانتیاوې برابرې شوې دي.