په کابل کې د چین سفیر جاو شینګ د اطلاعاتو او کلتور له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې د افغانستان د کلتوري ميراثونو د ساتنې په برخه کې همکارۍ ته ژمن دی. ښاغلي جاو شینګ زیاته کړې؛ چین د افغانستان خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي ارزښتونو ته درناوی لري او د افغانستان له سیاسي او اقتصادي پرمختګونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا خوښ دی. دغه راز دې لیدنه کې خیرخواه د هېواد د تاريخي او لرغونو سيمو د ساتنې برخه کې د چين له همکارۍ مننه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړيکو پر لا پراختيا ټينګار کړی. نوموړي زیاته کړې؛ د فرهنګي ميراثونو ساتنه يواځي د افغانانو دنده نه ده؛ بلکې د نړۍ دنده هم ده چې په دې برخه کې له افغانستان سره بشپړه همکاري وکړي.