د خوست ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره ۱۲۷ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس رسنیو ته ویلي، چې یاده شبکه د همکارو موسسو په مالي ملاتړ د ۱.۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې او د ۵۸۸ متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري. د یادولو وړ ده، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره د دې سیمې ۹۳ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.