د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د کابل ښار د شلمې ناحیې درېیم ګذر اړوند په خيرآباد او نوآباد سیمو کې د سړک کانګرېټ کولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه سړک ۱۱۵۰ متره اوږدوالی او له ۴ څخه تر ۵ مترو سور لري او پاتې چارې به یې هم تر راتلونکو ۲۰ ورځو پورې بشپړې او ګټې اخيستنې ته به وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د مسوولینو په خبره دغه پروژه د ښاریانو د ستونزو د حل او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه، د ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته طرحه شوې ده.