د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) خبر داری ورکړی، چې په راتلونکو میاشتو کې به په افغانستان کې د هوا خرابوالۍ د خوراکي توکو پر امنیت پراخ اغېز وکړي. د بشري مرستو دغه سازمان د هېواد په شمال په تېره بيا بغلان کې ۲ مياشتې مخکې راغلي سېلابونه د اقلیم د خرابېدو نښه بللې ده. په داسې حال کې، چې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې سختو وروښتونو او وروستیو سېلابونو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، وروستیو سېلابونو هغه سیمې وځپلې چې اوسېدونکو یې وار له مخه د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوله. د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام وايي، یوازې په بغلان، فاریاب، غور، لغمان او ننګرهار کې له هغو ۱۲۵ زره عاجلو اړمنو کسانو سره بشري مرستې کوي چې د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له امله زیانمن شوي دي.