د پکتیا په مرکز ګردېز ښار کې د ۳۶ میلیونه افغانیو په ارزښت په بېلابېلو برخو کې ۲۳ پراختیايي پروژې بشپړې او ګټېاخیستنې ته سپارل شوې دي. د پکتيا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې يادې پروژې د ملګروملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې یونپس په مالي مرسته د پکتيا د مرکز ګرديز ښار بېلابېلو سيمو کې بشپړې او ګټېاخیستنې ته وسپارل شوې. په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جغلاندازي، اوبولګولو ساختمانونه او محافظوي دیوالونو جوړول شامل دي.