په افغانستان کې د بريتانيا د مرستو کمېشنر هوګ بيلي ویلي، چې بریتانيا بايد په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانيزي. ګارډین ورځپاڼې په یوه راپور کې د هوګ بیلي له قوله لیکلي، چې په افغانستان کې د بریتانیا ۵۰ سلنه مرستې پر ښځو متمرکزې دي، په دغه هېواد کې له دیپلوماتیک حضور پرته دا ممکنه نه ده، چې دغه مرستې اړمنو کسانو ته ورسیږي. هوګ بیلي دغه راز زیاته کړې، چې نړیوال نادولتي سازمانونه هم په افغانستان کې د خپلو هیوادونو د ډیپلوماټیک حضور له نشتوالي اندیښمن دي او دې کار په افغانستان کې د دوی فعالیتونه ستونزمن کړي دي.