د پکتیکا ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ۳ ولسوالیو کې د څه باندې ۷۰۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو ۵ شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د مالوماتو له مخې دغه شبکې د پکتیکا په اومنه، سروضه او ارګون ولسوالیو کې جوړې شوې دي. د اوبو رسولو په دغه پروژه کې د ۵ ژورو څاه ګانو کیندل، د ۵ لویو ذېرمو جوړول، د ۱۰۲ سولرونو نصبول، او کور په کور ۸۸ د نل لیکو نښلول شامل دي، چې پر مټ یې ۱۲۷۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي. د یادونې وړ ده، چې د یادو شبکو د کار په جریان کې د سیمې لسګونه تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.