د میدان وردګو ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې پيل شوې. د میدان وردګو ولایت د جلرېز ولسوالۍ په اخند خېلو کلي کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړېدو چارې د یونیسف په مالي ملاتړ د څه باندې ۴ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوي، چې پر مټ به یې ۲۲۳ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي. په دغه شبکه کې د یوې ژورې څاه کیندل، د۳۰ متر مکعب په وړتیا سره د یوې کانکرېټي ذخیرې جوړول، د ۳۴۵۰ مترو په اوږدوالي پایپ غځول او د ۷۲ نل لیکو نصبول شامل دي. د یادې شبکې په جوړېدو سره د سیمې لسګونو تنو ته د کار زمینه برابره شوې ده.