د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د هېواد په په ۲۲ ولایتونو کې د باران، تالندې برېښنا، تېزو بادونو، خاورو دوړو او سېلابونو راوتو اټکل کړی دی. د دغې ادارې لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د سالنکونو په ګډون دغه وړاندوینه د بدخشان، تخار، کندوز، بلخ، سرپل، بامیان، سمنګان، بغلان، پنجشېر، پروان، کاپسا، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او میدان وردګ ولایتونو لپاره شوې ده. د خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۵تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده. خبرپاڼه زیاتوي، چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، لوېدیځو، سوېلي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم شوی چې په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې یې د چټکوالي کچه له ۵۰ تر ۸۰ کیلو مټره رسېږي.