د تخار ولایت په ورسج ولسوالۍ کې د سمندري کبانو د ناقانونه ښکار له امله د خال لرونکو کبانو نسل د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی. له همدې امله یوه ځوان د خال لرونکو کبانو د تولید یو فارم جوړ کړی او وايي هڅه کوي، چې په دې ولسوالۍ کې د کبانو فارمونو ته وده ورکړي. دغه ځوان چې په دې برخه کې یې څه باندې یو میلیون افغانۍ پانګونه کړې له سرپرست حکومت او مرستندویه بنسټونو د ملاتړ غوښتنه کوي. د تخار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې اوسمهال په دې ولایت کې ۲۱ د کبانو فارمونه فعال دي او هڅه کوي، چې د بزګرانو شته ستونزې هوارې کړي.