د بغلان ولایت امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې نن د دې ولایت ډنډې غوري ولسوالۍ اړوند خواجه الوان سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله د یوې مېرمنې په ګډون شپږو کسانو ژوند بایللی او پینځه نور ټپیان شوي. د مسولینو په وینا؛ د بغلان مرکز پلخمري ښار کې د موټرسایکل او موټر د ټکر له امله هم یوه تن ژوند بایللی دی. دا په داسې حال کې ده چې، په دې وروستیو کې په هیواد کې ترافيکي پېښې زیاتې شوې او لامل لامل یې د موټر چلولو د اصولو او مقرراتو نه مراعتول او د کم عمره کسانو له خوا د موټر چلولو په ګډون ګړندى تګ ښودل شوی دى.