د بغلان د ښاروالۍ ادارې مسوولینو د دغه ښار په شپږو ناحیو کې د ۶ کیلو متره سړک د کانکرېټ کولو د چارو د پیل خبر ورکړی دی. د پلخمري ښاروال عبدالطیف مظلوم ویلي، چې د ښاروالۍ له بودجې څخه په شپږو ناحیو کې د ۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۶ کیلو مټره سړک په اساسي ډول کانکرېټ کېږي. دغه راز د بغلان والي عبدالرحمن وویل، چې د دغو سړکونو په جوړېدو سره ګڼو خلکو ته د تګ راتګ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کیږي. په ورته وخت کې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس اسدالله مصطفی هاشمي وویل، چې د ښاروالۍ له لوري ښاریانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو چټکه لړۍ پیل شوې ده. د سیمې خلک د یادې پروژې له پیلېدو خوښي څرګندوي.