د پکتیا ولایت حوزوي روغتون مسوولین وایي، چې تېر کال په دغه روغتون کې د زړه په ناروغۍ د اخته ۳۴ زره کسانو د جراحي عملیات ترسره شوي دي. د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د پکتیا په حوزوي روغتون کې همدا زرګونه دزړه ناروغۍ عملیات د افغان متخصصو ډاکټرانو لخوا ترسره شوي دي. د مسوولینو په خبره د یادو عملیاتو سربېره یې ۴ زره ۶۲۲ لویې جراحي او همدارنګه د ګیډې، سترګو، عصبي، غوږنو، پزې، په شمول یې بېلابېل د جراحي عملیات ترسره کړي دي. ورته مهال د یاد ولایت په حوزوي روغتون کې ۳۷۲ زره ناروغانو ترڅنګ ۱۷ زره نورو ناروغانو ته د بستر په برخه کې وړیا چوپړتیاوې هم وړنداې شوې دي.