لوړو زدهکړو وزارت او د ملي پراختیا شرکت ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو. د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر ویلي، چې دغه هوکړهلیک د ملي پرمختیا شرکت سره د پراختیايي پروژو د پليکولو، بېلابېلو برخو کې د همکاریو پیاوړتیا او د دغه بنسټ او د هېواد د پوهنتونونو استادانو او محصلینو لپاره د عملي کار د زمینې برابرولو په موخه لاسلیک شوی دی. د ملي پراختیا شرکت رییس وايي چې د دغه هوکړهلیک په پليکېدو سره به دې شرکت کې د هېواد د پوهنتونونو استادانو او محصلینو لپاره د صنعت، کانونو او کرنې په برخو کې د عملي کار زمینه برابره شي. د ملي پراختیا شرکت مسوولين وايي، اوس هېواد کې د دغه شرکت له ۵۰۰ ډېرې پراختيايي پروژې د پلي کېدو په حال کې دي.