د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي، چې راتلونکو څو ورځو کې به کابل کې د کار ملي کنفرانس پیل شي. د یادو مسوولینو په وینا؛ د دغه کنفرانس موخه د بېکارۍ د لاملونو څېړنه او د کاري فرصتونو رامنځته کول دي. له بلېخوا د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي دغه کنفرانس د بېوزلۍ په کمولو کې خورا اړین بولي. دا په داسې حال کې ده چې د مرکز په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې هم خلک کله ناکله له وزګارتیا شکایت کوي او ټینګار کوي چې حکومت باید ورته کاري زمینې برابرې کړي.