د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې پرون ۳۴ کورنۍ چې ۱۸۴ تنه کېږي له پاکستانه څخه او یو زر او ۴۳۰ تنه له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي. د یاد وزارت په وینا؛ یو شمېر راستنو شویو هېوادوالو سره نغدي مرستې شوې او یو شمېر نور یې د لا زیاتو مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شوي دي.