نن سهار شاوخوا پنځه بجې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز وسله وال بریدونه شوي او لا هم جګړه روانه ده. ویل کیږي، په دغو بریدونو کې څلور پاکستاني عسکر وژل شوي او د دوو عسکرو په ګډون نهه تنه ولسي خلک ټپیان دي. تر اوسه پورې پاکستاني پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي. ځايي سرچینو افغانستان ويلي چې د خیبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز لومړی د موټربم دوه بریدونه وشول او ورپسې نورو وسله والو بریدونه پیل کړل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغو بریدونو کې څلور پاکستاني پوځيان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د دې تر څنګ د ورڅېرمه کورونو او بازار کې هم د ښځو په ګډون اووه تنه ټپیان دی.