د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په ټولو سړو او ګرمو سیمو کې ښوونځي، مدرسې، پوهنتونونه، دارالعلومونه وړکتونونه، د سواد زده کړې مرکزونه او نور ټول کورسونه د ۱۳۹۹ کال د حمل تر ۳۰ مې پورې رخصت شوي دي. دا پرېکړه پرون د اطلاعاتو او فرهنګ، پوهنې، لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو په ګډه کمېټه کې شوې ده. دغه راز ټول سپورټي پروګرامونه هم ځنډول شوي دي. له دې سره د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا ویروس څلور مثبتې نورې پېښې هم ثبت شوې دي.
د حکومت وروستۍ پرېکړه یوه ښه ګام دی، خو لا هم حکومت پوره او مناسب ګامونه نه دي اخیستي. د دې لپاره چې پوره، مناسب او پر وخت ګامونه واخیستل شي، پکار ده چې څو مهم کارونه وشي. تر ګردو لویه، جدي او مهمه مسئله له ایران سره پر پوله ده. په تېرو څو ورځو کې لسګونه زره افغانان هېواد ته را ستانه شوي دي او هره ورځ زرګونه نور هم را ستنیږي، چې وېره ده په دوی کې به یوه برخه پر کرونا ویروس اخته وي. تر اوسه پورې پر کرونا ویروس اخته ثبت شوي کسان هم له ایران څخه راغلي دي. داسې وېره ده چې دوی به د ایران له سرحد څخه تر خپلو سیمو او کورونو پورې په لاره او نورو ځایونو کې دا ویروس نورو کسانو ته هم لېږدولی وي. تر اوسه پورې په دې چاره کې د حکومت دریځ له بې پروايۍ ډک و. پکار وه چې له ایران سره سرحد بند شوی وی، خو که دا شونې نه وه، نو بیا غوره دا وه چې په هرات کې په پراخه کچه تدابیر نیول شوي وی. راتلونکي کسان نه یوازې کتل شوي وی، بلکې هلته د ټاکلو ورځو لپاره قرنطین شوي وی. له بله اړخه اوس چې دا ناروغي په نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول په اروپا او امریکا کې هم عامه شوې، نو هره ورځ له دغو هېوادونو افغانستان ته خلک راځي. دا سمه ده چې په هوايي ډګر کې تیاری شته، خو ستونزه دا ده چې دا تیاری یوازې په کابل هوايي ډګر کې دی. بل دا چې راتلونکي کسان یوازې کتل کېږي او تر هغه نه قرنطین کېږي چې د دوی په اړه ډاډ تر لاسه شي.
د دې تر څنګ د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره عامه پوهاوی خورا کمزوری او ناسم دی. لومړی خو په ټولنیزو رسنیو کې داسې لارې چارې وړاندې کېږي چې هغه معیاري نه دي او یا یې له مخنیوي سره کومه اړیکه نه لري. له بله اړخه کره او سم معلومات هم کم دي. پکار ده چې دولتي ادارې، د دولتي او خصوصي رسنیو پر مټ د عامه پوهاوي منظم او پیاوړي پلانونه پیل کړي. خلک باید پوه شي چې د کرونا خطر څومره جدي دی، څنګه څوک پرې اخته کېږي، وقایوي تدابیر باید څه ډول وي او له مشکوکو کسانو سره خلک څه ډول چلند وکړي. دغه راز هغوی چې پر خپل ځان شک لري، څنګه کولی شي چې له روغتيايي مرکزونو سره اړیکه ونیسي او ستونزه حل کړي.
دا او دې ته ورته نور کارونه کولی شي د کرونا په مخنیوي کې اغېزمن وي. له دې پرته د کرونا د خپرېدو وېره جدي ده او لرې نه ده چې موږ هم د ایران او نورو هېوادونو پر برخلیک اخته شو.