د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د توپاني ورښتونو او سېلابونو له امله ۳۵ کسان مړه او ۲۳۲ نور ټپيان شوي دي. د چارواکو په خبره دا طبیعي پېښې پرون له غرمې وروسته په سرخرود، بهسود، بټيکوټ او د دغه ولایت په ځینو مرکزي سیمو کې شوې دي. چارواکي دغه راز زیاتوي، چې په مړو شویو کې ښځې او ماشومان هم دي. د مالوماتو له مخې د ننګرهار حوزوي روغتون ته ۳۵ مړي او ۲۳۰ ټپيان وروړل شوي او ښايي د مرګژوبلې شمېرې نورې هم لوړې شي. په دې پېښو کې کورونه، باغونه، پلونه او سړکونه هم اغېزمن شوي دي.