د قرغېزستان په جنوب اوش ښار کې د سېلابونو او ځمکې ښوېیدنې له امله څلور تنو خپل ژوند بایللی. قرغېزستاني چارواکو د سېلابونو او ځمکې ښوېیدنې وروسته په سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی دی. د ویلو ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان په شمول ګڼ شمېر هېوادونو کې د سېلابونو او ورښتو له امله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.