د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر د صنعت او سوداګرۍ وزارت له استازو سره په کتنه کې تورخم او سپین بولدک ښارګوټو کې یې د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په اړه خبرې کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازو یاده کتنې کې د کور او ښار جوړولو له سرپرست وزیر څخه غوښتي، چې په تورخم او سپین بولدک کې د بار وړونکو موټرو لپاره د سړک، پُل او یوې بلې لویې دروازې د جوړولو په موخه اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړي. ورتهمهال د کور او ښارو جوړولو سرپرست وزیر ویلي، چې خپلې غوښتنې، وړاندیزونه او مشخصات دې د یوه رسمۍ مکتوب له لارې د کور او ښار جوړولو وزارت سره شریک کړي او د دغه وزارت اړوند ریاستونه به دغو ستونزو ته طرحه او پلان جوړ او عملي اقدام به وکړي.