سيانان ټلویزیون راپور ورکړی، چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د جو بایډن د نوماندۍ د لغو کولو پټې هڅې روانې دي. سټانلي ګرینبرګ، د ډیموکراټانو د ارزونې د برخې کارپوه ویلي، چې بایډن د ټاکنو په درشل کې له ماتې سره مخ دی. له ټرمپ سره د ټاکنو په مناظره کې د بایډن کمزوری دریځ د دې لامل شو، چې ګرینبرګ د بایډن استازو ته څو سپارښتنې وړاندې او دا په ګوته کړي، چې ډېری امریکایان هغه د نورو څلورو کلونو لپاره وړ ولسمشر نه ګڼي.