د عامې روغتیا وزارت ویاند، ویلي، چې په ننګرهار کې د سختو ورښتونو او توپانونو له امله د ټپیانو شمېر ۳۴۷ تنو ته لوړ شوی دی. نوموړي ویلي، په دغه طبیعي پېښه کې د مړو شمېر نږدې ۴۰ تنه دی او ګڼ کورونه او استوګنیزې سیمې ویجاړې شوې دي. هغه سیمې ته د مرستو او ژغورنې ډلې له رسېدو هم خبر ورکړی او له نړۍوالو ادارو سره یې د همغږۍ خبره هم کړې ده. د یادونې وړ ده، چې دغه ارقام وروستي نه دي، اوسمهال هم هلته د ژغورنې عملیات دوام لري.