له افغان کډوالو سره د چين د ژمنه شوې ۱۰۰ميليونه چینايي ینه مرستې لومړۍ جوپه چې د ۴۰ ميليونه ینه په ارزښت ۸۰ بېلابېل ډوله موټر، خيمې، کمپلې او يو شمېر نور توکي پکې شامل دي، کابل ته تر را رسېدو وروسته نن په رسمي توګه د چين سفير د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر ته وسپارله. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر د چین له دغو مرستو مننه وکړه او په راتلونکي کې د ورته نورو مرستو د دوام غوښتنه وکړه. نوموړي وویل، په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله زیاتو خلکو ته د سر او مال زیانونه اوښتي، نو اړتیا ده چې نور هېوادونه هم له فغانانو سره مرستې وکړي.