د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر په کابل کې د اوزبکستان له سفیر خواجه یادګار شادمانوف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اکاډمیکو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې. کابل کې د اوزبکستان سفیر د لوړو زدهکړو وزیر ته بلنه ورکړې، ترڅو د دې هېواد له علمي، اکاډمیکو او فرهنګي مرکزونو څخه لیدنه وکړي. دغه راز دې په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ویلي، چې سرپرست حکومت د یوه خپلواک نظام په توګه د خپل دین او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې خپلې ټولې کورنۍ او بهرنۍ چارې تنظیموي او پرمخ یې وړي.