د ماشومانو د ساتنېادارې یا (سيف ده چلډرن) خبر ورکړی، چې ۱۵۰۰ افغان ماشومان په وروستیو خونړیو سېلونو کې بېکوره شوي دي. دې ادارې په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د ننګرهار، کونړ او لغمان په هغو ولسوالیو کې چې توپانونه او بارانونه شوي لږترلږه اتهنیم لکه ماشومان اوسېږي. لهدې ډلې د دې ادارې په خبره د یو نیم زر ماشومانو کورونه ړنګ شوي او اوس بېکوره پاتې دي. په ننګرهار کې لږترلږه د څلورو سوو کورونو د تخریب خبر ورکړل شوی دی. د ماشومانو د ساتنې ادارې اندېښنه ښوودلې، چې په ختیځو سیمو کې دا طبیعي پېښې دوه میاشتې وروسته له هغه وشوې، چې په بغلان او نورو ولایتونو کې مرګونو سېلونو سلګونه کسانو ته مرګژوبله واړوله چې لویه برخه یې ماشومان وو.