د خیبر پښتونخوا د دېره اسماعیل خان په ولسوالۍ کې پر یوه روغتون کې د شوي برید له امله د دوو پوځیانو په ګډون اووه تنه وژل شوي دي. د پاکستان پوځ د ېوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه برید د خیبر پښتونخوا د دېره اسماعیل خان ولسوالۍ اړونده سیمې کې پرون ناوخته شوی او وسلهوالو د یوه روغتیايي مرکز کارکوونکي په نښه کړي دي. پاکستانی پوځ ویلي، چې امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې درې تنه وسله له منځه وړي؛ خو د دوی دوه تنه سرتېري هم ووژل شول. د پاکستان ډان ورځپاڼې د پوځي سرچینو له قوله ویلي، په برید کې ټول ټال اووه کسه وژل شوي چې دوه تنه یې د دغه روغتیايي مرکز ښځینه کارکوونکې، دوه ماشومان، یو تن یې د مرکز ساتونکی او دوه تنه نور یې پوځیان وو.