د پاسپورټ لوی رییس په کابل کې د پاسپورټ درېیو نویو کاري څانګو پرانستغونډه کې وویل، چې په دغو څانګو کې د نارینه او ښځینو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوي او د دغو څانګو په پرانیستې سره به د پاسپورټ غوښتوونکو ته په یوه اونۍ کې نوبت رسېږي. نوموړي د سرپرست حکومت له چارواکو وغوښتل چې د دغو څانګو ترڅنګ د تعرفې د تحویلۍ لپاره بانکي څانګې هم زیاتې کړي، څو د خلکو کارونه له خنډ سره مخ نه شي.