د لغمان ولایت ځایي چاواکي وایي، چې د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ کې د ۲ سړکونو د رغولو چارې بشپړې شوې دي. د لغمان د قرغیو ولسوال رسنیو ته ویلي، چې د دغې ولسوالۍ په عبدالرحیمزي کلي کې دوه سړکونه د ۷ کیلو مترو په اوږدوالي د سیمې خلکو په مالي ملاتړ د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي. د یادونې وړ ده چې د سرپرست حکومت په راتګ سره په ټولو ولایتونو کې د ښاروالۍ فعالیتونه ګړندي شوي او د رغولو او بیا رغولو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.