د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې پر لاریونوالو د پاکستاني پوځیانو ډزې د نړۍوالو بشري حقونو او پاکستان اساسي قانون لهمخې د سولهییز لاریون له حقه سرغړونه ده. د سویلي اسیا لپاره د بښنې نړۍوال سازمان دغه راز لیکلي چې د سوله ییزو لاریونوالو پر وړاندې تاوتریخوالی د ملګرو ملتونو د اصولو خلاف عمل دی. دغه سازمان پاکستان کې پر انټرنیټ بندیز هم غندلی او ویلي یې دي چې دغه چاره په بېړنیو حالاتو کې د ناسمو مالوماتو خپرولو ته لاره هواروي. د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستانه غوښتي څو پر لاریونوالو د برید پلټنه وکړي، مسوول کسان محاکمه کړي او د وسلې د کارولو په برخه کې د ملګرو ملتونو لارښوونې په پام کې ونیسي.