د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د ۶۰ میلیونه افغانیو ارزښت د شپږ کیلومتره سړک د کانکرېټ چارې پيل شوې. د پلخمري ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د دغه ریاست له بودجې څخه به د ښار په شپږو ناحیو کې د سړک جوړولو چارې پيل شي. ځايي چارواکو د دې پروژې د پرانیستې پرمهال له ټولو پانګوالو غوښتي چې د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې پانګونه وکړي. په همدې حال کې د بغلان اوسېدونکو د دغې پروژې په پرانیستلو خوښې ښودلې او د دغه ډول پروژې پلې کول، د کاري زمینې د برابرولو ترڅنګ د ګڼې ګوڼې د کمولو لپاره مهمه بللې ده.