د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي چې پنجشېر کې درې نوي مخابراتي او انټرنټي سایټونه جوړېږي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پنجشېر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او د روشن مخابراتي شرکت په ګډو هڅو، په نږدې راتلونکي کې د دغه ولایت په آبشار، حصه اول او پریان ولسوالیو کې درې نوي سایټونه جورېږي. ویل شوي چې د دغو سایټونو په جوړېدو سره به د یادو ولسوالیو اوسېدونکي وکولی شي لوړ کیفیت او چټک مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي او مخابراتي ستونزې یې تر ډېره برید هوارې شي.