کونړ کې د ځنګلونو د ساتنې قطعه وايي، هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د کونړ طبیعي ښکلا بدرنګه کړي. د کونړ امنیتي چارواکي خبرداری ورکوي، که له دې وروسته څوک د ځنګلونو د وهلو په جرم ونیول شي، د قانون منګولو ته به وسپارل شي. د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند فرید دهقان وايي، کونړي ولسونه دې هم له دوی سره په دې برخه کې همکاري وکړي. د کونړ د کرنې ریاست د ځنګلونو امر وايي، داچې ځنلګونه د اقلیم د بدلون سبب ګرځي او تر څنګ یې ځنګلونه دي، چې د هوا ککړتیا مخنیوي سربېره د سېلابونو مخنیو هم کوي، خلک دې په دې په دې برخه کې خپل مسوولیت ترسره او له ځانګړې قطعې سره دې همکاري وکړي.