د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، له ۱۵ کلن ځنډ وروسته د مس عینک کان د کیندلو عملي چاري پیلیږي. د دې وزارت ویاند همایون افغان ویلي، قراردادې کمپنۍ مکلف کړل شوې، چې د نهایي او سل سلنه پروسس ترڅنګ د ۲۰۰۸ میلادي کال د ژمنو سره سم بې له کوم خنډ او ځنډ پرته د مس عینک کان د کیندنې چارې پیل کړي. نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه ویلي، د نړۍ په کچه د مسو دې ستر کان چارې به د روانې اونۍ په پای کې عملا پیل شي.