د افغانستان بانک له لوري څه باندې یو میلیارد زړې افغانۍ و سوځول شوې. د افغانستان بانک پر خپله ټویټر پاڼه ویلي، دغه زړې افغانۍ یې له شمال او شمال ختیځ زون راټولې کړې وې چې له کره شمېرنې وروسته یې وسوځولې. په دغو پیسو کې د زرو، پنځه سوو، سلو، پنځوسو، شلو او لسو افغانیو بانکنوټونه شامل وو. د افغانستان بانک دویم مرستیال له خلکو غوښتي چې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال د بانکنوټونو ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي، ترڅو له وخت وړاندې مندرس نه شي.