د لوړو زدهکړو وزارت د همغږۍ رییس وايي چې یاد وزارت له نورو وزارتونو سره په ګډه کار کوي، څو تازه فارغ زدهکړیالان پر دندو وګوماري. نوموړي دغه څرګندونې پرون پکتيا پوهنتون کې د زدهکړیالانو یوې غونډې ته کړې دي. د لوړو زدهکړو وزارت د همغږۍ رییس همداراز ټينګار وکړ چې یاد وزارت د لوړو زدهکړو معیاري کولو لپاره هم خپلې ګړندۍ کړې دي. هغه ژمنه وکړه چې پکتيا پوهنتون کې به په نږدې راتلونکي کې د بېلابېلو پوهنځيو زدهکړیالانو د عملي زدهکړو لپاره به څېړنیز مرکزونه پرانيستل شي او د طب پوهنځي لپاره به ورته، کادري روغتون فعال شي. يوشمېر زدهکړیالان له اړوند مسوولانو غوښتنه کوي چې له پوهنتون فارغو شویو ته دې د کاري زمينې برابرېدو برخه کې همکاري وکړي.