د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې روزا اتنبایوا سره په کتنه کې په افغانستان کې د یوناما ماموریت او له افغانانو سره د هغوی د مرستو د ستاینې ترڅنګ ویلي، د ملګرو ملتونو لخوا د دوحې په درېیمه ناسته کې د سرپرست حکومت د شرایطو منل کېدل مهم ګام وو او په دې ناسته کې د افغانستان د ستونزو په اړه شوې پرېکړې ارزښتناکه وې. نوموړي زیاته کړې، چې سرپرست حکومت رغنده او مثبتو اړیکو ته لومړیتوب ورکوي، ځکه سرپرست حکومت له نړۍ سره د تعامل غوښتونکی دی.