د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د لس پلګوټو او یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې دي. د لغمان سرپرست والي ویلي، چې په مهترلام ښار کې د ښاروالۍ له لوري د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ پُلګوټو او یوه استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې دي. نوموړي زیاته کړه چې په دغو پروژو کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د ۴ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده. په ورته وخت کې د مهترلام ښاروال ویلي، چې د ښار د ښکلا او ښاریانو ته د بېلا بېلو آسانتیاوو د برابرولو په موخه زیاتې پروژې په پلان کې لري، چې د روان کال ترپایه پورې به پلې شي.