د زابل روغتیايي مسوولینو ویلي، چې دغه ولایت کې د وروستیو میاشتو پرمهال پر بېلابېلو موسمي ناروغیو د اخته کسانو شمېر زیات شوی دی. دوی وویل، د هوا په ګرمېدو سره یې ۷۰۰ کسان چې پر موسمي ناروغیو اخته دي، ثبت کړي او ډېری یې هم ماشومان دي. مسوولین ګرمه هوا، ککړې اوبه، د حفظالصحې نهمراعتول او ځینو سیمو کې روغتیايي خدماتو ته نهلاسرسی پر موسمي ناروغیو د اختهکېدو لاملونه بولي. روغتیاپالان د موسمي ناروغیو زیاتېدو لامل د «روټا» په نوم ویروس په بولي چې ګرمه هوا کې تر ډېره کمعمره ماشومان تر برید لاندې راولي او وروسته د شدیدې تبې ترڅنګ، په ناسناستې او نورو موسمي ناروغیو اخته کېږي.