د لغمان ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته اته ټولګي جوړ شوي دي. د لغمان د پوهنې ریاست مسوولینو وایي، چې دا ټولګي د مهترلام ښار اړوند په «علیشنګ» سیمه کې جوړ شوې دي. د مسوولینو په خبره په دې ټولګیو درې میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او ټولې یې خلکو ورکړې دي. د ځایي مسوولینو په خبره، په دې ټولګیو کې لږ تر لږه ۹۰۰ زدهکوونکي درس وايي، چې له دې وړاندې له ګڼو ننګونو سره مخ وو. دا په داسې حال کې ده، څه موده وړاندې هم خلکو د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه کړې وه.