پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په تېرو ۴ ورځو کې تر ۴۰۰ ډېر په بورې بار موټر د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شوي دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې پرون لیکلي، چې پاکستان به د اګست تر نیمایي پورې یولک او پنځوس زره ټنه بوره افغانستان ته صادره کړي. په داسې حال چې پاکستان کې دننه د بورې قېمتونه لوړ دي او پاکستاني امنیتي چارواکو د پېښور- تورخم په لویه لار ګزمې پیل کړې دي، چې څوک دا بوره بېرته د پاکستان داخل ته قاچاق نهکړي، خو راپورونه وایي چې د دې ټولو تدابیرو سربېره هم د دې بورې یو مقدار بېرته د پاکستان دننه په قاچاقي ډول پلورل کېږي.