د ننګرهار ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې یې د هغو ۳۲ سیاحتي شرکتونو دفترونه تړلي چې د کار قانوني جوازونه یې نه درلودل. د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، دغو شرکتونو د جلالاباد ښار په شمسترین پلازا کې په غیرقانوني توګه فعالیت درلود چې په خبره یې، د دوی د فعالیت مخه ونیول شوه او دفترونه یې وتړل شول. د مسوولینو په خبره په جلال آباد ښار کې د غیر قانوني او پرته له جوازه د سیاحتي شرکتونو د بندولو او مهرلاک کولو لړۍ روانه ده. مسوولین وایي، دا بهیر به تر هغې وي، تر څو چې د سیاحتي او انلاین خدمتونو ټول شرکتونه قانوني جوازونه ترلاسه کړي.