په افغانستان کې د سولې پروسه او د بین الافغاني خبرو پیل له یو نامعلوم برخلیک سره مخ دي. د اصلي خنډ په اړه چارواکي څه نه وايي، خو په ظاهره دا حالت د بندیانو د تبادلې پر سر له اختلاف څخه زیږېدلی دی. د نوې لار په دې خپرونه کې مو د سولې پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، د سیاسي چارو کارپوه حمیدالله هوتک او لیکوال او ژورنالېست ولي الله شاهین. د خپرونې کوربه اسد وحیدي دی. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.