د روغتیا نړیوال سازمان (ډیلیو ایچ او) په یوه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په افغانستان روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د جولای میاشتې تر ۲۰ مې نېټې پورې د شري ناروغۍ ۳۹ زره او ۸۲۶ شکمنې پیښې شوې دي. په راپور کې راغلي، چې په یاده موده کې د دې ناروغۍ له امله ۱۷۰ تنه مړه شوي هم دي. د مالوماتو له مخې په شکمنو پیښو کې ۳۱ زره او ۸۹۷ پیښې د پنځه کلنو څخه د کم عمرماشومانو وې او ۱۸ تنه نور پر دې ناروغۍ اخته ناروغانې مېرمنې وې. د ډبلیو ایچ او په راپور کې ویل شوي، چې د شري شکمنې پیښې خوست، بلخ، سمنګان او جوزجان ولایتونو کې په ترتیب سره د نورو ولایتونو پرتله ډیرې ثبت شوې دي.